لیکوال: ابویاسر بـــــرخه: دارالافتاء كـــتني: 41
استفتاء رقم ۴۸۶ : محترم مفتی صیب! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! زما پوښتنه د خپلې ښځې د شیدو د ردولو په اړه ده، البته دغه پوښتنه څو ځله له ما نه شوې ده خو زه بی ځوابه پاتی شوی یم او په پوره صراحت سره مې ورته ویلی دی چې پدې اړه معلومات نه لرم اوس غواړم چی تاسی مفصل ځواب راکړی.
پوښتنه: که چیری یو سړی د خپلې ښځې تی د شهوت په خاطر وزبښي پداسی حال کی چی شیدې نه وي پکی، او یا یې په داسې حال کې وزبښي چې شیدې پکې وی شیدې یا وڅښي او یا یی و نه څښي نو پدې صورت کی څه پيښیږی؟ او د خپلې ښځې شیدې څښل څنګه دي؟ او که ښځه خپلې شیدې وڅښی څنګه دي؟ له ډیرو خلکو نه می اوریدلی دی چی ښځه ورباندې طلاقیږی ځکه چی هغه یی رضاعی مور ګرځی، او د یو عربی عالم فتوا می وکتله په یوټیوب کی هغه داسی ویلی ؤ چی که چیری یو سړی د خپلې ښځې تی د شهوت او شوق په وجه سره وروی هیڅ پروا نه لري ځکه چی رضاعیت د ماشوم لپاره تر دوه نیمو کلونو پورې وي او دا خو د شهوت په وجه رودلی دی نو غواړم چی پدې مسئله باندې مکمل پوه شم هیله ده چی په دواړو حالاتو کې خپله فتوا راکړی مننه
بلال احمد
الجواب حامدا ومصلیا وبعد: وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته ! ستاسو دمتعددو پوښتنو ځوابونه به ستاسو دپښتنو په ترتیب باندي په لاندي ډول ذکرکړو . بتوفیق الله تعالی .
دلمړۍ پوښتنې ځواب : که خاوند [چې دتې ماشوم نه وي ] دخپلې میرمنې تی په خوله کې ونیسې ، که دشهوت په ډول وي یاغیردشهوت څخه ،که شیدې په کې وي اوکنه ؟ که شیدې ځينې تېرې کړي یانه ،په دې ټولوصورتونو کې په دغه تن میرمن نه حرامیږې ، اونه کوم تفریق ددوئ په مینځ کې واقع کیږي ، .
وفی الخانیه ۱\۱۸۹ مطبع نولکشور لکهنو :وطبع اخری علی هامش الهندیه ۱\۴۱۷ رشیدیه . اذامص رجل ثدی امرئته وشرب لبنها لم تحرم علیه امرئته لماقلنا انه لارضاع بعدالفصال .
وفي خلاصة الفتاوی ۲\۱۱ الفصل الرابع في الرضاع ! ولارضاع بعدالفصال ،ومدة الرضاع عندهما سنتان ، وعندابي حنیفة سنتان ونصف ، والرضاع في هذه المدة محرم فطم الصبي ام لا ، ولایثبت الحرمة بعدالسنتین وان لم یفصم الخ
في الدرالمختار وردالمحتار ۲\۵۶۹ وطبع اخری ۳\۲۲۵ م ش مص رجل ثدي زوجته لم تحرم.و في ردالمحتار تحته : (قوله مص رجل) قيد به احترازا عما إذا كان الزوج صغيرا في مدة الرضاع فإنها تحرم عليه .
کذافي الانقرویه ۱\۶۸ کتاب الرضاع . ط قندهار
و الفتاوی الرحیمیه ۸\۲۴۹ کتاب الرضاع . م ک جبریل
والفتاوی المحمودیه ۱۳\۶۲۴
ددوهمي پوښتنې ځواب : خاوند ته دخپلې میرمنې شیدې ځښل حرام دې ، که دشهوت په صورت کې اوکه بغیردشهوت څخه ، اوداځکه چې له دوه یادوه نیم کاله وروسته ماشوم ته لادخپلي مور شیدي حرامي دي ،خاوند اونورو، ته خوپه طریقه اولی سره حرامیږي .
في الدرالمختار وردالمحتار ۳\۲۱۱ م ش وطبع اخری ۲\۴۴۹ قبیل باب الطلاق (ولم يبح الإرضاع بعد موته) لأنه جزء آدمي والانتفاع به لغير ضرورة حرام على الصحيح شرح الوهبانية.
ومثله في کتاب الفتاوی ۴\۴۶۷
والفریدیة ۵\۱۴۴
فتاوی رحیمیه ۸\۲۴۹ کتاب الرضاع . م ک جبریل .
والفتاوی المحمودیه ۱۳\۶۲۴
ددرېمي پوښتنې ځواب : میرمنې ته هم خپلې شیدې څښل ،یاخپل تی رودل نه دي جائز .
کمافي المصادرالسابقه . یعني وړاندینۍ حوالي ................
دڅلورمې پوښتنې ځواب : دامام صاحب رح په نزد درضعت موده دوه نیم کاله ده ، اودصاحبینو رح په نزد دوه کاله ده ،مفتی به دصاحبینو قول دی . نو که چيرې له دوکلونو یادوه نیمو کلونو وروسته یوڅوک دخپلي میرمني یادبلي ، له تې یا بغیر دتې څخه شیدې وڅښې نودغه عمل یې حرام دی ، مګر نکاح ته کوم تاوان نه رسیږي ، یاپه بل تعبیر حرمت درضاعت نه ورباندي ثابتیږي .
في الهندیة ۱\۳۴۲وقت الرضاع مقدر عندابي حنیفة رح بثلاثین شهرا ،وقالا مقدربحولین .
وفي الدرالمختار وردالمحتار ۳\۲۰۹باب الرضاع :هو[الرضاع] (حولان ونصف عنده وحولان) فقط (عندهما وهو الأصح) فتح وبه يفتى كما في تصحيح القدوري عن العون، لكن في الجوهرة أنه في الحولين ونصف، ولو بعد الفطام محرموعليه الفتوى.
وفي دررالحکام شرح الغرر ۱\۳۵۵ هو عنده) أي عند أبي حنيفة (حولان ونصف، وعندهما حولان) فقط واتفقوا على أن أجرة الرضاع إذا طلقت المرأة
وکذافي البحر ۴\۲۲۲ کتاب الرضاع م ش .
وملتقی الابحر ۱\۵۵۲ م ش .
کتبه ابوياسر عفی عنه
تاريخ : ۲۹ صفرالخير ۱۴۳۵
مخته >
تازه لیکني
افغانستان